په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا نن دوشنبه د میزان په ۹مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په المپيک کې د اسیا شورا د لوبو د پراختیا او کورش نړیوال فدراسیون رئیس ښاغلي حیدر فرمان او ورسره پلاوي سره وکتل.
حيدر فرمان افغانستان ته له خپل سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د افغاني ټولنې حالت له هغه څه سره ډېر توپير لري چې غربي رسنۍ او سياستوال يې په اړه څرګندونې کوي.
ده وويل: د افغانستان د ورزش په برخه کې يې له يو شمېر چارواکو سره مثبتې ناستې کړې او هڅه کوي چې له افغان ورزشکارانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري او تجربې شريکې کړي.
هغه زیاته کړه: «افغان لوبغاړي ښې لاسته راوړنې لري او اړتیا ده چې د افغانستان د لوبو د پراختیا او پرمختګ لپاره نړیوالو اړوندو ادارو ته د راتګ بلنه ورکړل شي، ترڅو وضعیت له نږدې وګوري.»
فرمان له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراختیا لپاره سپورت یو ښه فرصت وباله او په دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ.
د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: افغان ځوانان ښه استعدادونه لري او په تېرو څو میاشتو کې یې ثابته کړه چې په نړیواله کچه بریاوې ترلاسه کولای شي.
عبدالکبیر زياته کړه: د ورزش نړيوالې څانګې بايد له افغان ورزشکارانو او اړوندو څانګو سره خپلې همکارۍ زياتې کړي او له هغوى سره د تجربو شريکولو ته لومړيتوب ورکړي.
مولوي عبدالکبیر په نړیوالو ډګرونو کې د افغان ورزشکارانو بې سارې وړتیا ته په اشارې سره وویل: اسلامي امارت له خپلو ورزشکارانو سره هر اړخیزه مرسته کوي او د ورزشي فرصتونو د زیاتوالي په خاطر له اړوندو نړیوالو څانګو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
سیاسي مرستیال وویل: اسلامي امارت د ځوان نسل د روزنې او په مناسبو برخو کې د هغوی د بوختیاوو لپاره پلانونه جوړ کړي او په هیواد کې د نشه یي توکو د کښت او کارونې مخنیوي له امله اوس افغان ځوانان له اکثریت ناسمو کړنو راګرځول شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment